امنیت

په کابل کې د یو ماین د چاودنې مخه ونیول شوه

– کابل / د وري / ۱۶/ باختر
پولیسو نن د کابل ښار د شپارلسمې ناحیې په قلعه زمان کې په واټ کې د یو ښخ کړی شوي ماین د چاودنې مخه ونیوله.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر اژانس خبریال ته وویل نن سهار په اووه بجو او دیرشو د کابل ښار د شپارلسمې ناحیې د قلعه زمان خان د سرک بالا په ساحه کې تروریستانو یو ماین له یو ریموت کنترول سره په عمومي واټ کې ځای پر ځای کړی وو چې له چاودنې مخکې پولیسو کشف او شنډ کړ.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته