Uncategorized

جمهوررییس غني د قندهار له مشرانو او متنفذینو سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېر ماښام د قندهار له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په چهارچنار ماڼۍ کې د یاد ولایت د عمومي وضعیت او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو مخکېني وزیر ګل آغا شېرزي او قومي مشرانو محمد عیسی خان اڅکزي او نعمت الله خان شېردلي د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې قندهار ته د جمهوررییس د همېشنۍ پاملرنې مننه وکړه، ویې ویل: سویل لوېدیځ زون په ځانګړي ډول قندهار ستاسې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
جمهوررییس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته قندهار د افغانستان سیاسي زړه وباله، ویې ویل: د قندهار امنیت ته پاملرنه کېږي او د قندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي.
د هېواد جمهوررییس وویل: تاسې باید د قندهار د وضعیت په اړه اجماع ولرئ، ځکه یووالی د افغانستان د بقا، سولې او پایښت اساسي شرط دی. تاسې باید داسې یوه جامع طرحه ترتیب کړئ چې د قندهار ټول ولسونه او اقشار پکې خپل ځان وویني او په راتلونکي کې تېرې ستونزې تکرار نه شي.
د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: په نږدې راتلونکې کې به قندهار ته یو باصلاحیته پلاوی واستول شي چې د یاد ولایت له ولسونو سره وګوي، مشورې یې واخلي او په اړه به یې لازم تصمیمونه ونیول شي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته