سیاستTOP

جمهوررییس د بلخ له یوشمېر متنفذینو او د ولسي پاڅون له مسوولینو سره وکتل

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني نن ماسپښین د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې له یو شمېر متنفذینو او د ولسي پاڅونونو او انسجام له مسوولینو سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې یادو مسوولینو، په لا ښه ډول د جګړې پرمخ وړلو او د هېواد د دفاع او د دښمن د بریدونو د دفعې او شنډولو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.
جمهوررییس غني د هغوی د خبرو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، لازمې لارښوونې وکړې او د وضعیت د ښه والي لپاره یې د حکومت د برنامو د تشریح ترڅنګ وویل: له دښمن سره د مقابلې لپاره د دولت اراده قاطع ده.
جمهوررییس د ولسي پاڅونوالو او ولسي انسجام د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي ترڅنګ، د هغوی د ستونزو د حل په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته