امنیت

د القاعده ډلې درې کلیدي غړي په نیمروز کې ونیول شول

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

د نیمروز د ملي امنیت منسوبینو په دغه ولایت کې د القاعده ډلې درې کلیدي غړي ونیول

باختر آژانس ته د نیمروز د ملي امنیت دفتر د معلوماتو له مخې؛ د نیمروز د ملي امنیت منسوبینو دغه کسان د زرنج ښار په مربوطاتو کې نیولي دي.

نیول شویو کسانو اعتراف کړی دی چې دوی په زرنج ښار او د خاشرود ولسوالۍ په غرغري ښارګوټي د څو دولتي کارکوونکو په ترور ګومارل شوي وو.

پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته