سیاست

جمهورريیس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

کابل/باختر/ د زمري ٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د وروستيو تحولاتو او د افغانستان په هکله د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهورريیس د څرګندونو په اړه هر اړخیز بحث وشو او لازمه وګڼل شوه چې  ډاکټر زلمی خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.
دغه راز ډاکټر زلمي خلیلزاد د هېواد جمهورريیس ته، سولې ته د رسېدو په برخه کې د خپلو وروستیو فعالیتونو او هڅو په اړه معلومات ورکړل.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته