روغتیا

ددره صوف په يوه لرې پرته سيمه کې ديوه روغتيايي کلينيک دجوړولوکار پيل شو .

کابل باختر دثور  اوولسمه :
دسمنګانو ولايت ددره صوف ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې ديوه کلينيک دجوړولوکار پيل شو .دسمنګانو ولايت دبر دره صوف ولسوال احمد علي حسيني باختراژانس ته وويل چې دغه کلينيک  ددره صوف ولسوالۍ په لرې پرته او غرنى سيمه  ( داي ميرداد کې )  چې دولسوالۍ له مرکز څخه څه دپاسه پنځه اوياکيلومتره واټن لري  او دسرپل او باميانو دولايتونوپه ګاونډ کې موقعيت لري دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه داوو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل په دې ودانۍ کې اته خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې دنهو کاري مياشتو کې به په پاخه اواساسي  ډول جوړه شي .  ويل کيږي چې ددغه کلينيک دجوړولو دکار په بشپړيدو  سره  څه دپاسه درې زره کورنۍ  په روغتيايي خدمتونو برلاسى پيداکوي .
دبر دره صوف  ولسوال زياته کړه چې همدااوس په دغې ولسوالۍکې يو ديرش  بستريز روغتون او اووه کلينيکونه د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته