سیاستخبرونهروغتیا

جمهورريیس:  د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی

کابل/ د غبرګولي ۲۹مه/ باختر

د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ د کرونا دریمې څپې په اړه جوړه شوې غونډه کې خلکو ته د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرولو په لومړیتوب او د اکسېجن د مدیریت په اړه بحث وشو.

د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په پیل کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست له بهر څخه د اکسېجن واردولو، په روغتونونو کې د اکسېجن د غیر فعاله دستګاوو د بېرته فعالولو او د بسترونو زیاتوالي په اړه راپور وړاندې کړ ويې ویل، دریمه څپه د حرکت په حالت کې ده او له خلکو څخه یې په جدیت د روغتیایي لارښوونو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

جمهورريیس غني د شته امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو له امله د ډاکترانو او روغتیاپالانو هڅې وستایلې ويې ویل، په اوسني وضعیت کې لومړیتوب د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول دي.

د هیواد جمهورريیس وویل: ولس دې ډاډ ولري، د شته امکاناتو په چوکاټ کې د کرونا دریمه څپه تر اوسه په ښه ډول مدیریت شوې او اوسني او راتلونکي ټول تصامیم د علمي اساساتو او تېرو تجربو پر اساس نیول کېږي.

جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې د کرونا واکسین عادلانه وېش ته په اشارې وویل، لومړیتوب دې د ټولنې زیانمن قشر ته ورکړل شي او د واکسین پر تطبیق د هجوم مخنیوي لپاره دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.#

پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته