نړۍ

دپاکستان صدراعظم : له طالبانو سره دخبرو لپاره دافغانستان د جمهور رييس دهڅو او هاند هرکلى کوو .

برلين باختر دلړم  نولسمه :
دپاکستان صدراعظم نوازشريف  برلين ته دخپل سفر له پيلولو مخکې له طالبانو سره دخبرو لپاره دافغانستان دجمهور رييس دنوښت هرکلى کړى دى .
ټاکل شوې ده دپاکستان صدراعظم ددرې ورځني سفر لپاره نن دالمان پايتخت  برلين ته ورسيږي .
باختراژانس دالمان ددويچې ويله دانترنټي سايت له خولې خبر راکړ .
دى دخپل دغه سفر په بهيرکې  دالمان دصدراعظمې  انګلامرکل په ګډون ددغه هيواد له مامورينو سره داقتصادي  او امنيتي مسئلو په باب خبرې کوي .
دپاکستان دحکومت يوه مامور وويل چې په دغه سفر کې دبنسټ پالنې  تروريزم او دافغانستان دموضوعګانو په باب خبرې  کيږي .  نوازشريف دخپل سفر له پيلولو مخکې الماني ورځپاڼې ويلت ته وويل چې له طالبانو سره دخبرو لپاره دافغانستان دجمهور رييس محمد اشرف غني دهڅو او هاند ملاتړ کوي .
دپاکستان صدراعظم زياته کړې ده  څرنګه چې په بشپړه  توګه باور لرم چې  افغانستان بايد تيکاو ته ورسيږي او دا داشرف غني او دهغه دائتلافي همکار عبدالله عبدالله هدف هم دى، زه هغوى ته دبرياليتوب هيله او دعاکوم .
دوى له هرچا سره خبرې کوي چې دايو سم چلند دى .
نوازشريف  وويل حکومت يې چمتو دى چې ددغو خبرو ملاتړ وکړي او زياته يې کړه چې موږ څه چې  توان کې يې لرو  ترسره کوو چې له دوى سره مرسته وکړو يوباثباته  افغانستان  زموږ   مهمه غوښتنه هم ده .
دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني طالبانو ته  دسولې دخبرو بلنه ورکړې ده خو دغې ډلې تراوسه پورې نه يواځې دغې بلنې ته مثبت ځواب نه دى ورکړى بلکې په دې وروستيو  وختو کې دافغانستان په امنيتي ځواکونو خپلو بريدونو  ته زور ورکړى دى .
دپاکستان په پوځي استخباراتو تور لګول کيږي چې دافغانستان له طالبانو سره نږدې اړيکې لري .
ديارلس کاله کيږي چې جګړه  مار طالبان دافغانستان له حکومت اوله نړيوالو ځواکونو سره جنګيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته