سیاستخبرونهاقتصاد

جمهورريیس: د خوښۍ ځای دی چې نن په هیواد کې د میلیاردونو افغانیو پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

کابل / د وري ۲٤ مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین د “سل ورځې، سل زېري” پروګرام په لړ کې د ښاري ودې او لارجوړولو اوونۍ کې د فواید عامې وزارت، کابل ښاروالۍ او پلازمېنې زون پراختیا ادارې د پروژو د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او د کابینې یو شمېر غړو او د ملي شورا استازو هم حضور درلود، په پیل کې د چارو ادارې لوی ريیس ډاکټر فضل محمود فضلي جمهورريیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو په لارښوونه او پاملرنه د متوازن پرمختګ په چوکاټ کې د سل ورځې او سل زېري پروګرام چې د کمال خان بند له پرانیستې سره پیل شو، دولس اوونۍ  به په ټول هیواد کې دوام وکړي.

نوموړي وویل، نن د فواید عامې وزارت، کابل ښاروالۍ او پلازمینې زون پراختیا ادارې له لوري په ښاري ودې او لار جوړولو اوونۍ کې د ۲۵،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت بشپړې شوې ۲۸ بېلابېلې پروژې پرانیستل کېږي.

ورپسې د فوایدعامې وزیر نجیب الله یمین د شورابک – سپین بولدک او ښرنې – انګور اډې سړکونو په ګډون د ۳۶۶ کیلو متر سړکونو، ۸۴۰ پلچکونو او ۲ لویو پلونو د جوړولو، کابل ښاروال محمدداوود سلطانزوی د پل پاچا او پل شینې او درې ګذرونو د انکشاف او بیا رغاونې او د پلازمېنې زون پراختیا ادارې ريیس نجیب الله شینواري په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو اړوند پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د ویډیو کنفرانس له لارې د جمهورريیس په لارښوونه مسوولینو  د ځایي اوسېدونکو او اړوندو ولایتي  چارواکو په ګډون  بېلابېلې پروژې پرانیستلې.

جمهورريیس غني هیوادوالو ته د دغو پروژو د مبارکۍ پرمهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن په هیواد کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. هغه په شهید سردارمحمد داوودخان روغتون کې له عملیات وروسته د ولس د بېسارې همدردۍ او  په اصولي، مسلکي او اساسي ډول د عملیات د ترسره کولو له امله له ډاکترانو مننه وکړه.

د هیواد جمهورريیس د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته د داسې پلان جوړولو لارښوونه وکړه چې له امله یې د شهید سردار محمدداوود خان روغتون د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اساسي درملنې لپاره  په مجهز او  لومړۍ درجه روغتون بدل شي.

جمهورريیس د پروژو پر ساتنې او څارنې د ټینګار  ترڅنګ ترانسپورټ وزارت ته  پر لویو لارو د بار وړونکو موټرو د جدي څار او د ښارجوړولو او ځمکو وزیر ته د ځمکو استملاک ته د جدي پاملرنې لارښوونې وکړې .

جمهورريیس د دغو سړکونو په اړه د خصوصي سکتور مشورې ارزښتناکې وبللې ويې ویل، له ټرانسپوټرانو سره باید د معیارونو په اړه واضح پایلې ته ورسېږو، ځکه دا سړکونه د زیات وزن لپاره نه دي جوړ شوي. همدارنګه یې د فواید عامې وزیر ته وویل چې د سړکونو ښه کیفیت او ټیټ قېمت ورڅخه غواړي.

جمهورريیس وویل، متوازن پرمختګ نه یوازې د ولایتونو، بلکې د کابل ښار د ناحیو ترمنځ چې پخوا ورته پاملرنه نه کېده، مهم دی. د ځمکو د غصب د مخنیوي او متوازن پرمختګ ته د پاملرنې په برخه کې یې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال،د کابل والي او ښاروال هلې ځلې وستایلې.

د هیواد جمهورريیس وویل، د کابل ولسوالیو امنیت او د محرومو ولسوالیو انکشاف ته به جدي پاملرنه کېږي او کابل ښاروال باید ګزک سیمې ته د کثافاتو د انتقال په بدل کې د خاکجبار ولسوالۍ انکشاف او زرغونتیا ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورريیس غني وویل، پانګونې ته دې په اساسي توګه زمینه برابره، صیاد دې په تفریحي سیمه بدل او د دې لپاره واضح پلان او ضرب الاجل ترتیب شي. هغه زیاته کړه، سوله راتلونکې ده، خو موږ باید انکشافي پروژو ته جدي پاملرنه وکړو او د افغانستان راتلونکی خوندي کړو.# پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته