خبرونهسیاستTOP

مولوي امیرخان متقي د يوناما له مشرې سره د افغانستان په تړاو په دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې وکړې

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د يوناما له مشرې روزا اتنبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغان حکومت د وروستيو ډيپلوماتيکو پرمختګونو، د دوحې راتلونکې ناستې، د سنيرلي اوغلو راپور او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د ملګروملتونو د امنيت شورا د (۲۷۲۱) پرېکړه‌ليک په اړه د افغانستان د حکومت دريځ يو ځل بيا تکرار کړ او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ يې پر رغنده تعامل ټينګار وکړ.
متقي همدارنګه د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د زياتو وضاحتونو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې د وضاحتونو په رڼا کې به اسلامي امارت د پلاوي د گډون په اړه پرېکړه وکړي.
په ورته وخت کې د يوناما مشرې په دغه کتنه کې د دوحې د ناستې په اړه مالومات وړاندې کړل او په ياده ناسته کې يې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون غوښتنه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته