خبرونهفرهنګ

ترکمنستان په هرات کې د سلطان حسین بایقرا مقبره ترمیم او بیارغوي

– کابل / د کب ۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر نن په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معينيت سرپرست ډيپلوم انجينر عبدالاحد عباسي او د ترکمنستان سفارت فرهنګي اتشه هم حاضر وو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا په اړوند خبرې وشوې.
د ترکمنستان سفیر د فرهنګي همکاریو د پراختیا او په ځانګړې توګه د سطان حسين بايقرا مقبرې د ترمیم او بيارغاونې په اړوند د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د یاد هېواد د فرهنګي مسوولینو ترمنځ یې د فرهنګي همکاريو د هوکړه ليک پر تدوین او لاسلیک کولو ټینګار وکړ.
هغه څرګنده کړه چې فرهنګي پروګرامونه به پلي شي او په ځانګړې توګه په افغانستان او ترکمنستان کې به فرهنګي اوونۍ جوړه شي او هم به د ترکمنستان د خپلواکۍ د ۳۰ مې کلیزې په مناسبت پروګرام په افغانستان کې ترسره شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې ترکمنستان، د افغانستان ښه ګاونډى او ښه دوست وباله او ويې ويل چې افغانستان او ترکمنستان ډېر او نږدې فرهنګي مشترکات لري.
محمد طاهر زهير د سلطان حسين بايقرا او د کمال الدين بهزاد د مقبرو د ترميم او بیارغاونې، د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او څارنې، د تاريخي آبدو د ترميم او بيارغاونې، د فرهنګي تجربو د تبادلې او د سمينارونو او ګډو پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو ټينګار وکړ.
د ترکمنستان سفير په يادو مواردو کې د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې لومړى په هرات کې د سلطان حسين بايقرا مقبرې په ترميم او بيارغاونې لاس پورې کوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته