کابل باختر د چنګاښ اوومه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ميرمن حسينې صافۍ پرون دښځينه خبريالانو او دولايتي شوراګانو له يوشميراستازو سره په غونډه کې وويل داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملي او فرهنګي هويت ښکارندوى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دغه راز زياته کړه ښځينه خبريالانې زموږ وياړ دي او دبيان ازادي له مهمو برياليتوبونو څخه شميرل کيږي .
دې زياته کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخبريالانو په تيره بيا دښځينه خبريالانو ملاتړ دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دغه راز دهېواد په مرکز او ولايتونوکې په نږدې راتلونکي کې ددغه وزارت په بنسټونو کې داصلاحاتو يادونه وکړه .
دغه راز دهرات ، غزني ، بلخ او دکندز دولايتي شوراګانو استازو او ښځينه خبريالانو په خپلو خبرو کې په دغو ولايتونوکې درسنيو دکارکوونکو په تيره بيا دښځينه خبريالانو ستونزې وړاندې کړې . او دښځينه خبريالانو دمصوونيت غوښتنه يې وکړه .
ديوبل خبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهوټلونو دتصدى درياست کارکوونکو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ته ددې دټاکنې له امله مبارکي وويله .
1 1 دقیقه لوستل