خبرونهاقتصادټولنه

تخارکې د غېږې نیونې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۲۷ مه، باختر

په تخار د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې پيل شوې سیالۍ پای ته و رسېدې.

د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ د تخار د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ او د کورش فدراسیون له لوري په دغه ولایت کې ۲ ورځې وړاندې د درقد او شاوخوا ولسوالیو د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې پيل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو موخه د روژې د مبارکې میاشتې درناوی بلل شوی او په پای کې غوره ورزشکارانو ته تشویقي جایزې هم ورکړل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته