پلخمري / باختر/ د وږي٢٩مه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کتابتون د زياتې بډاينې په خاطر د کتابونو مرسته وکړه .
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذکريا ناصري د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په علمي ، تحقيقي ، حقوقي ، سياسي ، ادبي او ټولنيزو برخو کې ١٠٠٠ عنوانه کتابونه چې ٣٠٠٠ ټوکه کتابونه کيږي د دغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له کتابتون سره مرسته وکړه .
هغه زياته کړه د بغلان مرکز پلخمري کې د عامه کتابتون په فعاليت سربيره ، د دغه کتابتون درې نورې څانګې په ده صلاح ، خنجانو او دوشي ولسواليو کې د ځوانانو دمطالعې پرمخ پرانستې دي.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ