سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبلیغاتي جګړه؛ ځینې هېوادونه هڅه کوي ځینې نورو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي

کابل، د وري ۵ مه، باختر

تبصره

مسکو کې وروستي ترهګریز برید او بېلابېلو اړخونو یې وښودله، چې دښمن څومره سیستماتیک مخکې ځي او هڅه کوي د هېوادونو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي او اړیکې یې خرابې کړي.

دښمن په ځانګړې توګه لوېدیځ  هڅه کوي د  خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له ځینو ترهګریزو کړیو څخه په استفادې د یو هېواد اړیکې له بل هغه سره له منځه یوسي او یا یې هم کمزورې کړي، چې دا د منافقت لویه لومه ده، چې تر هدف لاندې هېوادونه یې باید پر وړاندې هوښیار پاتې شي.

د مسکو تر برید وروسته د لوېدیځ لاسپوڅو رسنیو، غلامانو او نورو کړیو هڅې او تبلیغ پیل کړ، چې دغه برید کې ځینې هېوادونه ښکېل وګڼي او په دې سره د روسیې او نړۍ ترمنځ اړیکې پیکه کړي.

امریکا او ځینې نور ملګري هېوادونه یې د ځینو نورو هېوادونو لکه افغانستان پر وړاندې پوځي ډګر کې پاتې راغلي او اوس هڅه کوي، چې د تبلیغاتي جګړو او منافقتونو له لارې خپل اهداف تعقیب کړي.

ځینو بهر مېشتو رسنیو او د اسلامي امارت مخالفینو له بهر څخه شروع وکړه، چې ګواکې ورته بریدونه په افغانستان کې طرحه کېږي او له دې سره غواړي، چې افغانستان په نړۍ کې بدنام کړي.

خو له دې نه دي خبر، چې پوتین خپله د کا جي بي غړی پاتې شوی او ټول چارواکي یې ښه پوهېږي، چې برید څوک کوي او د څه لپاره یې کوي، اړتیا نه شته چې نور هېوادونه او اشخاص معلومات ورکړي.

روسي چارواکو دغو خلکو ته چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅې کوي، مناسب ځواب ورکړ.

واشنګتن کې د روسیې سفیر وویل، چې دغه ډول بریدونه به پوتین په تګلارو او پالیسیو کې هېڅ بدلون رانه ولي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره به لا سخت کار وکړي.

نو باید وویل شي، چې افغانستان امن دی او له دې ځایه به د نړۍ هېڅ هېواد و نه ګواښل شي او د نړۍ هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، باید پوه شي، چې دښمن یې یو دی او دغه دښمن هڅه کوي ترڅو له افغانستان سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته