امنیت

په جوزجان کې یو پلار له خپل زوی سره ووژل شو

کابل / د غویي ۴مه / باختر
په جوزجان کې یو خصوصي متشبث پرون له زوی سره يې ترور شو.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند مسعود ندیم باختر آژانس ته وویل چې نصیراحمد له خپل ۹ کلن زوی سره د شبرغان ښار په خیرخانه کلي کې هغه وخت د تومانچې په ډزو سره ووژل شو چې دوو موټرسایکل سپرو د هغوی پر موټر ډزې وکړې او وتښتېدل.
خبرځای زیاته کړه چې کشفي او امنیتي ځواکونه د دغې پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره هلې ځلې کوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته