سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ  اوومه :
دناتو ددفاع دوزيرانو وروستۍ  غونډه په دې ژمنې سره پاى ته روسيده چې دافغانستان په وړاندې پخوانۍ ژمنې به عملي کړي .
  دباختراژانس مبصر ليکي : دناتو دغړو هيوادونو ددفاع وزيرانو په خپلې  هغې دوه ورځنۍ غونډه کې چې دتيرې اوونۍ دچارشنبې او پنجشنبې  په ورځو دبلجيم  په بروکسل ښار کې جوړه شوې وه تينګار وکړ چې دافغانستان په وړاندې خپلې هغه  ژمنې  چې په ٢٠١٠ او ٢٠١٢ ميلادي کلونوکې دپرتګال په لزبن او دامريکا په شيکاګو کې دمشرانو په غونډو کې کړې وې  عملي کوي په دغو دووغونډو کې دناتو دغړو هيوادونو مشرانو دافغانستان په وړاندې مشخصې  مالي ژمنې وکړې .
دغه راز ژمن شول چې دافغان امنيتي ځواکونو دروزنې ، سمبالولو او ظرفيت جوړولو په اړوند هم لازم اقدامات کوي .
دناتو دسازمان ددفاع دوزيرانوپه وروستۍ غونډه  کې  سربيره پردې  چې په پخوانيو ژمنو تينګار وشو وويل شول چې په افغانستان کې دناتو دپاتې عسکرو دوتلو پروګرام چې د ٢٠١٦ ميلادي کال دوروستيو لپاره برابر شوى دى، دحالت له څيړنې  سره سم به عملي شي .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د ٢٠١٦ ميلادي کال  په وروستيو کې دغوڅ ماموريت له پاى ته رسيدو وروسته  په افغانستان کې دهميشني مشارکت په نامه دناتو نوى ماموريت به د ٢٠١٧ ميلادي کال په لومړيو وختو کې پيل شي چې ملکي  او پوځي  مسئلې په پکې شاملې  دي .
ديادونې وړ ده چې دناتو ددفاع دوزيرانو ددويمه ورځې غونډه دافغانستان لپاره اختصاص شوې وه او داښيي چې دغه هيواد دپخوا په شان دپاملرنې په مرکز کې ځاى لري خو مهمه خبره داده چې دافغانستان خلک دخپل هيوا دسختو شرايطو ، دبهرنيو لاس وهنو او په دغه هيواد دڅو مليتي تروريستانو ديرغل ددوام په پام کې نيولو سره ، يوازې  ژمنه ګافې نه بولي بلکې هغوى غواړي  چې په څرګندوهمکاريو او له عيني شرايطو سره سم اوله شتو واقعيتونو سره په همغږۍ کې ترسره شي او دا دافغانستان دخلکو حق دى چې  دخپلو نړيوالو ملاتړو او دوستانو په دريځ او موقف پوه شي .
  هيره دې نه شي چې افغانستان له ناتوسره خپلې ستراتيژيکي اړيکې دستراتيژيکي همکاريو دسند او دامنيتي همکاريو دتفاهم ليکونو په چوکاټ کې چې دملي وحدت  دحکومت له جوړيدو وروسته ،لاس ليک شول ، ټينګې  کړې دي  يوه له دغوژمنو څخه په افغانستان کې دبهرنۍ  لاس وهنې مخنيوي او دتروريستي ګواښونو په وړاندې ددغه هيواد دخلکو ملاتړ دى . په داسې حال کې چې نن ورځ دواړه کرغړينې  پرديدې افغانان ځوروي  خو له بده مرغه نړيوال دوستان له افغانستان سره دخپلو همکاريو دوام په شرطونو پورې اړوند بولي .
نن ورځ دافغانستان امنيتي ځواکونه زياتې سمبالتيا ته اړتيا لري په خپلو پښو ددغه  هيواد دهوايي پوځ دريدل يوه اړتيا ده ظرفيت جوړول يو ضرورت دى او مالي ملاتړ هم يو اخلاقي مکلفيت دى نو دې ته اړتيا ده چې دژمنې پرځاى دعمل ډګر ته ورودانګي .
لکه څنګه چې دافغانستان ددفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي دناتو په وروستۍ  غونډه کې په  ډانګ پيلي ډول وويل  فکر کوم ټول په دې پوه شوي وي چې بايد يوازې دمهلتونو  له مخې کار ونه کړو اوبايداوسنيو واقعيتونو ته وګورو ،  نن ورځ دطالبانو ، داعش ، القاعده او دنورو افراطي جريانونو په ګډون دډار اچوونکو ډلو په شتون کې دتروريزم ګواښ هغه واقعيتونه  دي چې بايد هغه په پام کې ونيسو او ضروري ده چې نړيواله ټولنه ددغه شان ګواښونو په وړاندې له پروګرام سره عمل وکړي او له افغانستان  سره مرسته وکړي . اوبايد دحالاتودڅيړونکي او ننداره کوونکي په توګه پاتې  نه شي ضروري ده چې نړيواله ټولنه د ډار اچوونکو فعاليتونو دمخنيوي او دتروريستي جريانونواو شبکو دشنډولو لپاره  په بيلابيلو  اړخونوکې خپلې هڅې له ديپلوماتيکي هڅو څخه نيولې دافغان امنيتي بنسټونو دځواکونو تر روزنې ، سمبالولو او ظرفيت جوړولو پورې او آن دمستقيمو بريدونو تر پلان جوړولو پورې په همغږۍ  سره کار وکړي چې تيرې ترخې  تجربې تکرار نه شي .
  ښه به وي چې افغانستان ته په واقعيتونو سره وکتل شي او د اوسنيو ستونزو لپاره دحالاتو له لازيات بحراني کيدو اوخړپړتيا مخکې په اقدام لاس پورې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته