کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر
دوه وسله وال طالبان پرون په سیاه ګرد په ولسوالۍ کې ووژل شول.
د سېلاب قول اردو یوه مسوول د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د دغې ولسوالۍ په شتک کلي کې د پوځیانو په یو کمین کې ووژل شول.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، په نښته کې درې نور طالبان ټپیان شول او پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی.
پاى/سعیده