خبرونهامنیتټولنه

بلخ کې امنیتي ځواکونو په واوره کې ایسارې لس کورنۍ ژغورلي

کابل, د کب ۱۳ مه, باختر

امنیتي‌ ځواکونو د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې په واوره کې ایسارې لس کورنۍ او د هغوی څاروي ژغورلي دي.

د یاد ولایت د والي ویاند حاجي زید باختر آژانس ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د شولګرې ولسوالۍ په بچه قاک سیمه کې په واوره کې ایسارې لس کورنۍ او د هغوی څاروي یې ژغورلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ژغورل شویو کسانو ته لومړنۍ مرستې او څارویو ته یې خوراکه رسول شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې امینتي ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په واورو او سېلابونو کې بند پاتې سلګونه کسان او زرګونه څاروي، چې د مرګ له ګواښ سره مخ وو ژغورلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته