خبرونهامنیت

په غوربند کې له غيرمسوولو کسانوڅخه په سلګونو جوړې پوځي جامې راټولې شوې

٤٥- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د پروان پوليسو د غوربند درې په شيخ علي ولسوالۍ کې له غيرمسوولو وسله والو کسانو څخه په سلګونو جوړې پوځي جامې راټولې کړې .
د پروان د پوليسو يو مسوول باختراژانس ته وويل په هغوعملياتوکې چې د غوربند درې په شيخ علي ولسوالۍ کې ترسره شول په سلګونو جوړې پوځي جامې له يوشمېر تجهيزاتو سره ترلاسه شول.
هغه وويل چې دغه عمليات به د پروان په نورو ولسواليوکې هم دوام وکړي .
ختم_ ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته