خبرونهټولنه

بغلان کې ۹ تنه په یوه ترافیکي پېښه کې ټپيان شول

کابل، د وري ۱۱ مه، باختر

د کابل – بغلان پر لویه لاره په شمالي سالنګ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۹ تنه ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني وايي، چې د شمالي سالنګ په چهارمغزک سیمه کې نن سهار د یوه ۵۸۰ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۹ تنه ټپيان شوي دي.

برهاني زیاته کړه چې د دې پېښې ټپيان د پولیسو له لوري لومړی د خنجان ولسوالۍ کلینیک او وروسته بیا د بشپړې درملنې لپاره د پلخمري روغتون ته لیږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته