سیاست

محمدعلم ايزديار د ښار جوړولو په چاروکې د جمهور رييس له سلاکار سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٨ :
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن د ښار جوړولو په چاروکې   د جمهور رييس له سلاکار او د ښار جوړولو د چارو وزارت د ساختماني چارو له ستر سلاکار سره د نوي پارلمان د پروژې دکار د پرمختګ دڅرنګوالي په باب وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې د ښار جوړولو د چارو وزارت سلاکار ډاکتر سيدشريف حسيني د دغې پروژې دکار د پرمختګ په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د نوي پارلمان د جوړولو اساسي کار په سلوکې ٩٨ پرمخ تللى دى او د روان کال د تلې په مياشت کې به په رسمي ډول پرانستل شي .
ده زياته کړه: د نوي پارلمان د کمپلکس ودانۍ په نړيوالو معيارونو سره او د ښه کيفيت لرونکو موادو سره د هندي کمپنيو له خوا جوړه شوې ده چې ټول لګښتونه يې د دوست هېواد هند له خوا ورکړاى شوي دي او په نږدې راتلوونکې کې به د دوو   ودانيو د بنسټ ډبرې چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو په دارالانشا ګانو پورې اړه لري؛ د دغه هېواد په لګښت کيښودلې شي.
دغه راز د ښارجوړولو په چاروکې د جمهور رييس سلاکار وزير انجنير محمديوسف پښتون د خبرو په ترڅ کې د نوي پارلمان او د هغه د دارالانشا ګانو د ودانيو ټول لګښتونه٢٢٠ مليونه ډالره اټکل کړ او ويې ويل: د دغې سترې پروژې  د ساتنې او څارنې په خاطر ١٢٠ تنه  تر روزنې لاندې دي او پروژه به  په ټاکلي وخت   ګټي اخيستنې ته وسپارله شي .
وروسته د مشرانو جرګې لومړي نايب د دغې پروژې د مسوولينو نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وستايلې او د مشرانو جرګې ستاين ليکونه يې هغوى ته ورکړل  او په کاري چارو کې يې د هغوى د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
د يوبل خبرله مخې : 
د مشرانو جرګې لومړي نايب د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې د لويې رييسې دکړنو رپوټ واوريد.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ ميرمن سوسن وردګ د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې په ١٣٨١کال کې دښوونکو دروزنې  څلوروموسسو فعاليت کاوه، خو اوس د مسلکي ښوونکو د کمښت د لرې کولو لپاره د ښوونکو د روزنې ٤٨ موسسې، ١٩٥ملاتړيز مرکزونه او د ښوونکو د روزنې ٥٤ الحاقيې د هيواد په کچه فعاليت کوي چې په هغوکې کال په کال څه د پاسه  ٧٠ زره تنه ښوونکي مسلکي زده کړې کوي چې د دغو مرکزونو  په سلوکې ٥٤  برخه وال ښځې دي .
د مشرانو جرګې لومړي نايب په اوسنيو شرايطوکې د علم او پوهې د زده کړې د ارزښت په باب رڼا واچوله او په تعليمي بنسټونوکې يې د زده کړې په کيفيت باندې ټينګار وکړ.
په پاى کې د مشرانو جرګې ستاين ليکونه ميرمن سوسن وردګ او د ښوونکو د روزنې د رياست سلاکار ته ورکړل چې د کور ودانۍ په ويلو سره ومنل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته