خبرونهامنیتروغتیا

بغلان کې په نشه يي توکو د لسګونه روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل، د مرغومي ۳مه، باختر 

 د بغلان سیمه ییزو چارواکو په نشه يی توکو د لسګونه روږدو کسانو د درملنې او خپلو کورنیو ته یې د سپارلو خبر ورکړی دی.

د بغلان د امنیې قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر ملا محمد نبي باختر آژانس ته وویل چې ۴۱ روږدي کسان تر ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د نوموړي په خبره یاد کسان د بغلان له مختلفو سیمو څخه راټول شوي وو او تر بشپړې درملنې وروسته خپل عادي ژوند ته را وګرځېدل.

د یادونې وړ ده، چې په بغلان کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د شاوخوا ۳ زره ۴۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې او دمګړۍ هم لسګونه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته