خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې پلفي کوتل  د ترافیکو پر مخ تړل شوی

کابل، د کب ۱۲ مه، باختر

د بغلان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د واورې د ډېر اورښت له امله لاهم د سالنګ لویه لاره او دغه راز د پلفي کوتل په دې ولایت کې د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

د بغلان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي هدایت الله همدرد وايي، چې د سالنګ لویې لارې سربېره خوست، فرنګ او ګزرګاه نور ولسوالۍ ته غځېدلې لاره د پلفي کوتل په سیمه کې د واورې د ډېر اورښت له امله د  ترافیکو پر مخ تړلې ده او د ځاني تلفاتو د مخنیوي په موخه تر بلې خبرتیا پورې باید په دې لارو باندې څوک د سفر کولو هڅه ونه کړي.

همدرد زیاته کړه، چې د بغلان په ټولو ولسوالیو کې د واورې اورښت دوام لري او دې چارې په تاله او برفک ولسوالۍ کې یو شمېر مالداران هم زیانمن کړي، چې څاروي یې مړه شوي دي.

ورته مهال د بغلان بزګر د واورې اورښت ته خوښ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته