سیاست

تبصره

 کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه
د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد         ويلي دي چې امريکا په افغانستان کې د دايمي سولې لپاره هڅه کوي.
د باختر آژانس مفسر ليکي :
په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په وروستيوکې په خپل ټويترکې  له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په باب له امريکا سره د موافقې خبرې کړې دي او ويلي يې دي چې امريکا له طالبانو سره ژمنه کړې ده چې د افغانستان په کورنيو چاروکې لاسوهنه ونه کړي.
د سهيل شاهين دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غبرګون له ځان سره لري.
خليلزاد چې تر اوسه پورې يې له طالبانو سره د خبرو شپږ پړاوونه تېرکړي دي او د طالبانو له استازو سره د خبرو د اووم  پړاو د ترسره کولو لپاره تيارى نيسي؛ په ډانګ پيلي ډول ويلي دي چې د امريکا لپاره د سولې هر اړخيزه موافقه طرحه ده. 
هغه ټينګار کړى دى: ترهغه وخته پورې چې په څلورو اصولو بشپړه او هر اړخيزه موافقه ونه شي؛ د بل هېڅ څيز په باب موافقه ونه شي.
د خليلزاد د څرګندونو له مخې: په دغو څلورو اصولوکې د دې تضمين چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو په تېره بيا د امريکا ګټو پرخلاف کار وانخيستل شي؛  د بين الافغاني خبرو اترو لپاره فرصت مساعد شي، د امريکايي ځواکونو وتل او هر اړخيز او تلپاتی اوربند شامل دي.
په دوحه کې د طالبانو د ويندوى له څرګندونو څخه جوتيږي چې دغه ډله يوازې يوه  غوښتنه لري او هغه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل دي. په داسې حال کې  چې د امريکا او په اروپا او نورو هېوادونوکې د هغې د متحدينو لپاره، له افغانستان څخه وتل يو لومړيتوب نه دى، بلکې هغوى خپل پوځي شتون په هغوعواملو پورې اړوند بولي چې تر اوسه پورې نه حل شوي پاتې دي.
د امريکا او د هغې د متحدينو له نظره، د ډار اچونې خطر هماغه شان د افغانستان او سيمې له ناحيې څخه متصور دى او دغه انديښنه د سياسي ټولنو په يوه موافقه کې د لرې کېدو وړ کېداې شي.
هر اړخيزه سوله يوازې په معاملې او يا له طالبانو سره په موافقې سره امکان منونکى نه دى، بلکې په دغه شان يوه موافقه کې د افغانستان د دولت ګډون يو اړين کار دى.
نو طالبان دې له دې زيات چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي، ښه به وي د يوې هراړخيزې سولې په لټه کې وي او دا کار به هغه وخت امکان ولري چې د افغانستان له دولت سره خبرې پيل کړي او د دغه بهير د اعتماد جوړونې لپاره په لومړي ګام کې د اوربند انفاذ لازمي دى.
په داسې حال کې چې طالبانو د سياسي هڅو ترڅنګ، خپل پوځي تحرکات ګړندي کړي دي او د خپل نفوذ ساحې د پراختيا په لټه کې دي؛ دغه چلند يوازې جګړه سختوي او د اعتماد فضا زيانمنوي. ترهغه وخته پورې چې طالبان په يو هر اړخيز اوربند موافقه ونه کړي؛ د نورو مطالبو حل کول به بې ګټه وي. په داسې حال کې چې د سولې خبرو اترو ته په دغه شان نظر سره، طالبان زيات سياسي او امتياز غوښتونکى اړخ لري.
طالبان بايد په دې پوه شي چې د افغانستان ستونزه د پوځي حل لاره نلري، يوه ولايت او يا مهم اداري واحد ته د لاسرسي لپاره د هغوى بې ګټې هڅې، د دغې ادعا ثبوت دى.
خلک طرحه کوي: په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د متضادو ګټو پيچلتيا طالبان د پرديو له ګټوڅخه د ملاتړ تګلوري ته برابر کړي دي او دغه ډله هره ورځ له يوې نوې ستونزې سره مخامخ کېږي او د قدرت او شخصي نفوذ د ترلاسه کولو لپاره د هغوى هڅې دملي ګټو په بيه دي. افغانستان د سيمې د هېوادونو او سترو قدرتونو د جګړې په ډګر بدل شوى دى. په داسې حال کې چې هر يو يې په افغانستان کې د ستونزو د سياسي حل او فصل د لارې پرسر خنډونه دي او هر يو د افغانستان په خاوره کې خپلو سيالانو ته د ستونزو د پيدا کولو لپاره هڅه کوي.
د امريکا او نورو هېوادونو پوځي شتون په افغانستان کې يو حضور تعريف شوى دى او د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا له پريکړې سره سمون لري. هغوى د يوه ماموريت د ترسره کولو او د يوه مسووليت د لرې کولو لپاره دلته راغلي دي او بايد د هغوى وتل هم مسوولانه وي او دغه تړلتيا په يوې هر اړخيزې سولې پورې تړاو لري، هغه سوله چې د ګاونډيو هېوادونو او ستروقدرتونو تضمين او ضمانت له ځان سره ولري.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته