خبرونهاقتصاد

بغلان کې د ۱۴میلیونه افغانیو په لګښت ګبیوني محافظوي دېوال جوړ شو

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ په مرکزي بغلان ولسوالۍ یو ګبیوني محافظوي دېوال جوړ شو.

د دغه ریاست د چارواکو په وینا، دغه دېوال د مرکزي بغلان ولسوالۍ په حسن تال سیمه کې د ۱۴میلیونه افغانیو په لګښت د ۹۹۰ مترو په اوږدوالي د ګبیوني محافظوي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په یاده پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د نوموړې سیمې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیان څخه خوندي شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته