سیاست

جمهور رئیس غني: بهر ته د درملنې لپاره د خلکو د تګ اړتیا باید راکمه شي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس  محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر  ډاکټر فیروزالدین فیروز له ۲۰۱۷څخه تر ۲۰۲۲ م کال پورې دیاد وزارت د صحت پلان وړاندې کړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، د یو شمېر هغو هېوادونو او نړیوالو موسسو استازو هم ګډون درلود، چې له افغانستان سره په صحي برخه کې مرستې او فعالیت کوي.
ښاغلي فیروز وویل، د روغتيا برخه کې د کېدونکو مرستو همغږي او موثریت، د ځواب ویونکي روغتيايي سیستم رامنځته کول، د دوامداره روغتيايي خدماتو برابرول، د لومړنیو روغتیایي مرکزونو زیاتوالی، د فساد پر ضد مبارزه، د روغتيايي خدماتو د کیفیت څارنه او کنټرول د عامې روغتیا وزارت د روغتيا پلان لویې برخې وې.
د عامې روغتیا وزیر وویل، د تېرو کلونو له ناکامیو او بریاو زده شوي درسونه  په یاد پلان کې ځای پرځای شوي. هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت لومړنۍ اداره ده چې له فساد سره د مبارزې ستراتیژي یې جوړه کړې ده.
ده څرګنده کړه، د درملو د کیفیت د څارنې ترڅنګ به د خصوصي سکتور د صحي خدماتو کیفیت او د دولتي روغتونو د روغتیایي خدماتو ښه والي ته هم پام وکړي. هغه زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت تعهد لري چې په مدیریتي او د خدماتو برخوکې د افغانستان خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
د نړیوال بانک د روغتیایي برخې مسئول ډاکټر بینجامین لیونسن د روغتیایي خدماتو په برخه کې د افغانستان د حکومت پرمختګ وستایه او وې ویل، په دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا شته.
ده د هېوادونو روغتیایي معیارونو ته په اشارې وویل، سره له دې چې په دې برخه کې د افغانستان معیارونه سخت وو، مګر بیا هم زیات کار او پرمختګ شوی دی، ځکه روغتیایي خدمات ان تر ناامنو او لیرې پرتو سیمو پورې رسېدلي دي.
ډاکټر بینجامین لیونسن څرګنده کړه، د روغتیایي خدماتو په برخه کې قراردادي کارونو ښه نتیجه ورکړې  چې ان تر ناامنه سیمو پورې د روغتیایي خدماتو پوښښ پراخه شوی دی. نوموړي د افغانستان نظارتي سیستم هم موثر او ګټور وباله.
د دغو ویناوالو د معلوماتو او څرګندونو له اورېدو وروسته جمهور رئیس غني له هغو هېوادونو او نړیوالو موسسو څخه چې له افغانستان سره د روغتیايي خدماتو په برخه کې مرسته او فعالیت کوي مننه وکړه او وې ویل، مدني ټولنې چې د روغتیا په برخه کې مسلکي کسان لري، په دې برخه کې زیاته مرسته کولی شي.
جمهور رئیس له دې امله د افغانستان د ولسونو قدرداني وکړه چې د روغتیایي خدماتو په اړه تل خپل غږ پورته کوي او هغوی د روغتیایي خدماتو په اړه د ښه او بد قضاوت کولی شي. هغه زیاته کړه، د روغتیایي خدماتو په زیاتوالي او ښه والي سره باید د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د هېوادوالو د تګ اړتیا راکمه شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د روغتیایي خدماتو په برخه کې شوی  پرمختګ کافي نه دی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، اداري فساد د روغتیایي سکتور لویه ستونزه وه چې د حکومت د پام او تمرکز له امله د سردار محمد داوودخان روغتون خدمات تر پخوا ښه شوي دي.
محمد اشرف غني د باکیفیته روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د جامع ستراتیژۍ لرل او د صحي خدماتو په برخه کې د فعالو ادارو تر منځ همغږي مهمه وبلله.  هغه زیاته کړه، د افغانستان خلک د قراردادي انجیوګانو له صحي خدماتو رضایت نه لري او د دقیقې ارزونې په پایله کې باید په دې برخه کې پام وړ ښه والی راشي.
جمهور رئیس وویل، حکومت له مدني ټولنې سره د قراردادي انجیوګانو د خدماتو د ارزونې قرارداد لري او تر څو چې د خلکو رضایت حاصل نه شي، نو د دوی خدمات حکومت ته د منلو وړ نه دي. هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د صحت پلان کې دې د دولتي روغتونو د خدماتو ارزونې،  د خوړو او درملو کیفیت ته زیات پام وشي.
جمهور رئیس غني وویل، حکومت به له خصوصي سکتور سره د سلا مشورو او دوامدار کار  له لارې د روغتیایي خدماتو د کیفیت د ښه والي په موخه کار وکړي. هغه د ورادېدونکو درملو ټیټ کیفیت ته په اشارې وویل، حکومت په پام کې لري چې د هوایي دهلېز له لارې له هندوستان څخه باکیفیته درمل وارد کړي.
د هېواد جمهور رئیس د روغتیایي خدماتو د کیفیت په ښه والي کې بین الوزارتي همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه، ځینې کسان له اسنادو پرته روغتیایي خدمات وړاندې کوي چې د وزارتونو د ګډې همکارۍ په پایله کې د دغه شان جعل کاریو مخه نیول کېدلی شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته