سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ای پي اېل یې بېلګه ده؛ افغانان نړۍ ښایسته کولی شي

تبصره

د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د هند کرېکټ غوره لیګ سیالۍ پیل شوې او له نېکه مرغه سږنیو لوبو کې اته افغان لوبغاړي هر یو عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن، نوین الحق، رحمن الله ګربز، فضل الحق فاروقي او نوراحمد لکڼوال هم د بېلابېلو لوبډلو سره لوبیږي.

عمرزي ته چې دا لومړی ځل دی، ای پي اېل کې لوبیږي، د دغو لوبو پیل بیخي ښه وه او د ګجرات ټایټنز په ګټه یې د ممبی اینډین لوبډلې د پیل دوه پیاوړي توپوهونکي وسوزول او دغه راز په توپوهنه کې یې هم منډې بدې نه وې.

تر عمرزي وړاندې په تېرو کلونو کې نورو لوبغاړو هم د نړۍ دغه ستر سوداګریز لیګ ډېر ښه پیل او تر دې ځایه رارسولی دی.

ټوله کې د ای پي اېل لوبو ته په کتو ویلی شو، چې دغه ستر لیګ پر افغان لوبغاړو ښکلی دی او زه په یقیني توګه ویلی شم، چې که چېرې د ای پي اېل له مینوالو څخه په دغو سیالیو کې د غوره لس لوبغاړو پوښتنه وشي، نو سل سلنه به دوه او یا درې په کې افغانان وي.

دا یواځې د لوبو نړۍ نه ده، چې پر افغانانو ښکلې ده؛ بلکې ډېرې نورې برخې هم شته چې د افغانانو ګډون په کې کولی شي نړۍ ښکلې کړي.

لکه څنګه چې افغان لوبغاړي د کرېکټ په ډګر نړیوالو ته خوښي ورکوي، دغه راز که په نورو برخو کې یې هم مخه وه نه نیول شي، نو نړۍ ته د امن پیغام ورکولی شي.

افغانان د خوښۍ، ابادۍ او د انسانانو د امنیت غوښتونکي دي، تر څو چې چا ورته جنګ نه وي جوړ کړی، جنګ نه کوي، نو په کار ده، چې نړۍ له افغان حکومت او ملت سره جوړجاړی وکړي او د نړۍ د پرمختګ لکه اقلیمي بدلون، نړیوال امنیت، د خوړو نړیوال امنیت او نورو برخو کې ځینې کار واخلي او په بېلابېلو برخو کې د افغانانو له استعداد څخه د نړۍ د نورو انسانانو د ارامتیا او خوښۍ لپاره کار واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته