کابل / دمرغومي / لومړى :
دائينې ترعنوان لاندې دانځورګرى اوعکس دويم نندارتون نن په کاردان پوهنتون کې پرانستل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکاردان پوهنتون دژورناليزم د ديپارتمنت آمر مير محمد صديق ذليق ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې وويل : ددغه نندارتون دجوړولو موخه دژوندانه بېلابېلو اړخونو ، دژوند چاپيريال ، بيا رغاونې ، بې وزلي او دعکاسي او انځورګرى هنر په برخه کې دمحصلانو دځواکمنيو ښودلو ته پاملرنه ده .
په دې نندارتون کې دانځورګرى ٦٠ آثار اودعکاسى ٢٥ آثار چې د ٢٩ محصلانو په واسطه رامنځته شوي دي ديوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي .
عبدالباسط کړوخيل او مرسل هغه محصلان دي چې خپل آثار يې نندارې ته وړاندې کړي دي .
هغوى ددغه نندارتون جوړول دمحصلانو دپيغام درسولو ، انګيزې ورکولو او هڅونې په خاطر ارزښتناک وبلل .
ختم_ ف _اکرم