خبرونهامنیت

اووه طالبان په بادغیس کې ووژل شول

– قلعه نو / د مرغومي / ب۳۰/ باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه د مقر او قادس په ولسوالیو کې ووژل شول او٥ نور ټپیان شول .
د ظفر قول اردو د مطبوعاتي دفتر یوه مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د مقر ولسوالۍ د سنګ اتش او د قادس ولسوالۍ د قرچقی په ساحو کې هغه وخت ووژل شول چې د پوځیانو پر پوستو یی برید وکړ.
هغه وویل د پوځیانو په متقابل برید کې چې هوایی ملاتړ ورسره و ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او٥ نور ټپیان شول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته