ټولنه

له بېځايه شويوکورنيو سره د نړۍ د خوړو سازمان مرسته

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
په سرپل کې د جګړو له امله له ٢٠٢ بېځايه شويوکورنيو سره د نړۍ د خوړو سازمان له خوا مرسته وشوه.
د سرپل ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس انجنير عبدالمجيد د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو مرستوکې چې اوړه، غوړي، دال، مالګه او بسکويټ شته چې په سرپل کې د جګړو له امله په دوه سوه بېځايه شويوکورنيو وويشل شوې.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه کورنۍ د کوهستانانو او سوزمه قلعه ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز له نا امنو سيموڅخه بېځاي شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په مزارشريف ښارکې د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ له خوا په سرپل ولايت کې له دوه سوه پنځوسو کورنيو بېځايه شويوکورنيو سره نغدي مرسته شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته