خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلامي امارت لويه جرګه جوړوي

کابل / دغبرګولي٣مه / باختر

د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي چارواکي د لویې جرګې د رابللو لپاره د يو کمېسیون د جوړولو اعلام  کړی، چې دا په ډاګه کوي، اسلامي امارت د هیواد د حالاتو د ښه کیدو لپاره زيات پلانونه لري.

د باختر اژانس مبصر ليکي: د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور چې په ورته وخت کې د افغانستان له افغان شخصيتونو سره د اړیکو کمېسیون مشري هم کوي، په افغانستان کې د دودیزې لویې جرګې د جوړېدو خبر ورکړى دى.

که څه هم مولوي دلاور د جرګې د مهالوېش په اړه څه نه دي ويلي؛ خو ويلي يې دي چې”ټول افغانان په ځانګړې توګه هغه  بانفوذه  څېرې چې  د سولې، امنيت او د افغانستان د نظام په ټينګښت او پرمختګ کې اغېزمن وي، په دې جرګه کې به ګډون وکړي.”

له دې څخه څرګندیږي چې اسلامي امارت د شورا او مشورې اصول چې د اسلام د سپیڅلي دین له لارښوونو څخه دي، نه دي هیر کړي، بلکې غواړي چې په اسلامي امارت د خلکو د باور د رامنځته کولو لپاره د شورا او خبرو له لارې مسایل حل کړي.

د اسلام سپېڅلي دين سربېره پر دې چې خپلو پيروانو ته يې د مسايلو په هوارولو کې له يو بل سره د مشورې ورکولو لارښوونه کړې ده، د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د لانجو د حل لپاره جرګه يو اصل پاتې شوې چې د حل لپاره يې د کارپوهانو او وتلو څېرو نظرونه وغوښتل شي او د تفاهم او همکارۍ په هنداره کې قضیې حل وشي.

د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې دي او کله چې ستونزو پر دوی اغیزه

کړې، دوی  په خپلو کې سره ناست دي او د دیني لارښوونو او منل شويو دودونو له لارې یې خپلې  ستونزې حل کړې دي.

د سترو غونډو جوړول چې د سترو انساني موخو لکه اقتصادي ستونزو، غلط فهمیو، سیاسي یا امنیتي ستونزو حل، قومي شخړو او نورو ستونزو ته د رسیدو په موخه جوړې شوې وي، له لارې یې خلک له بيلابيلو نظرونو څخه پر یو نظر اتفاق کوي چې په هغه کې ملي او عامه ګټې په پام  کې نیول شوې وي.

دا ډول غونډې کولای شي چې د کليو او ښار د اوسېدونکو ليد لوري سره يو کړي، واټنونه له منځه يوسي او د هېواد ټول اوسېدونکي د ملي ګټو لپاره يو واحد تعريف ته راوبولي او پر دې ټينګار وکړي چې افغانان په يوه برخليک پورې تړلي او بايد پر مخ لاړ شي.

هغه څه چې په دې ډول غونډو کې مهم دي د داسې لویو غونډو د ګډونوالو نظراو ارادې ته درناوی دی، په تېرو کلونو کې هم هېواد د دغه لویې جرګې د جوړېدو شاهد و، په تېرو شلو کلونو کې چې پر افغانستان د بهرنيو ځواکونو له يرغل سره سمون خوري، شپږ لويې جرګې جوړې شوې، چې زياتره يې جعلي او نمايشي وې او مخکې له مخکې يې پر ګډونوالو نظرونه او پرېکړې تحميل کېدې؛ خو اوس حالات بل ډول دي، اوس بهرني ځواک نه شته، چې خپل افکار پر خلکو تحميل کړي، بې له شکه چې په ټاکل شوې غونډه کې به ګډونوال وکولای شي چې د هېواد او د افغانستان د راتلونکي په ګټه څه ووايي او ټولیز نظر به ورته د منلو وړ وي.

د لویې جرګې رابلل به د افغانستان د روښانه راتلونکي ټاکلو لپاره یو ښه فکر وي، چې خلک یې هم تود هرکلى کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته