امنیت

دبشر دحقوقو چاروا کو په پکتيا ولايت کې دښځو پرخلاف تاو تريخوالى له انديښنې ډک و باله

هغوى وايي : په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف د تا و تريخوالى اندا زه زيا ته شوې ده

دافغا نستان د بشر دحقوقو د کميسيون له خوا د وړا ندې شوې احصا ئې له مخې : په تير کال کې د جنو ب ختيځ په ټوله حو زه کې چې د پکتيا ، پکتيکا ، خوست او لو ګر ولايتو نه پکې شامليږي دښځو پرخلاف د تا و تر يخو الى ٢٢٧ موردو ته رسيد لى و ، خودروان کال په تيرو نهو مياشتو کې يواځې په پکتيا ولايت کې دښځو پرخلاف تا وتريخوالى دوه سوه نهه مورده ثبت شوي دي

 دغه شمير په پکتيا کې دښځو پرخلاف د تا و تريخو الى ا ندا زه په سلو کې څلويشت زيا تو الى ښئې

شکيبا يوه له هغو زر ګو نو ښځو څخه ده چې په پکتيا کې د کورنۍ دتاو تريخو الى قرباني شوې ده . داشپږ ويشت کلنه ده او وايې څلور کاله مخکې يي کورنۍ ددې له رضايت پرته دا ٤١ کلن سړى ته چې يوه بله ښځه يي هم لرله ، په نکاح ورکړه

شکيبا څرګنده کړه : دې په ښوونځې کې زده کړه کړې وه او هيله يي درلوده له يوه باسواده سړى سره واده و کړې

دا وا يې اوس د ميړه په کور کې له ستو نزو سره مخامخ ده او تل  له کوم دليل پرته په خپله دا له خپلو دريو تنو بچيا نو سره د خپل ميړه د لو مړۍ ښځې ددوو لوڼو له خوا وهله او تکوله کيږي او ربړيږي .

په جنو ب ختيځه حو زه کې دبشر د حقوقو د کميسيون رئيس شفيق الله نيا زي وا يي :د ښځو پرخلاف تاو تريخوالى په پکتيا ولايت کې پراخ اړخو نه لري

 نيا زى زيا ته کړه : دغه تاو تريخو الى په عمو مي ډول ځان سوځول ،وژنه ، جبري ود ونه ، دجنين له منځه وړل، ربرړ ونه ، شکنجه ، وهل او ټکول اود  ميراث له حق څخه بي برخى کول دي  ده وويل  هغوى دې نتيجې ته رسيد لې دې چې بيسوادى ، دقانون نه  تطبيقول اود نا وړو دودو نو او روا جو نو ، په پکتيا کې دښځو پرخلاف د تاو تريخو الى عوا مل دي .

نيا زى څرګنده کړه : هغوى په پکتيا کې دښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د اندا زې د کمښت لپاره ځينې طرحي ترلاس لا ندې لري په جنو ب خټيځه حو زه کې دحقوقو د کميسيون رئيس وويل (دښځو پرخلاف د تا و تر يخو الى د کمښت اود هغه د له منځه وړلو په لاره کې ددغه ولايت په لرو اونږدي پرتو سيمو کې مو ورکشا پو نه ، روز نيز پرو ګرا مو نه اود اسلام دمبين دين په رڼا کې دانسا نا نو له دې جملى څخه د ښځو د اساسي حقوقو په برخه کې د خلکو دپو ها وي د کچې د لوړولو په مقصد دمعلو ما تو د ورکولو غوندې طرحه او او عملي کړي دي )

شفيق الله نيا زي  د خپلو روز نيزو پرو ګرا مو نو په تطبيق کې د پکتيا په ځينو برخو کې نا امنې اخلالونکى بو لى

ده وويل چې په ځينو وختو نو کې ، په خپله بد امنې دښځو پرخلاف داغيزو او ددوي پرخلاف د تاو تريخوالى ګراف زيا توي

دپکتيا ولايت د ښځو د چارو رئيسې حليمې خزان د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته وويل چې دغه اداره ديني عالما نو له دې جملې څخه د جو ما تو نو او تکيه خا نو ملا اما ما نو ته مراجعه په دغه ولايت کې ددغه شان تاو تريخو الى د پاى ته رسو لو ډيره ښه لاره بو لي ، له دې ا مله وايي چې دوي څو څو ځلې په هغو غونډو کې چې د جو ما تو نو او تکيه خا نو له ملا ا ما ما نو سره لرلې ، له دوي څخه مو غو شتنه کړې ده چې په ټولنه کې له خپل دريځ څخه په استفادي سره دتبليغ له لاري خلکو ته دانسا نا نو په تيره بيا د ښځو دشرعى حق او حقوقو په باب څرګند ونې و کړې

دې وويل چې په پام کې لري ډير ژر دغه کار په هغو نا امنو سيمو کې چې دښځو پرخلاف د تا و تريخو الى پيښې پکى اټکل کيږي عملى کړي

 دټولنيزو چار ما هر عبيد الله عبيدي د ښځو پرخلاف د تا و تريخو الى لا ملو نه دبيسوادى او بي و زلى ا ندا زه په قوا نينو نه پو ها وي او له نا وړو دودو نو پيروي بو لى

ده بيسوادى او په قا نون بي خبري دښځو پرخلاف د  تا و تريخو الى ستر عوا مل وبلل او ويې ويل چې دپو هنې پرسکتور په دوا مداره او اغيز منه تو ګه پانګه اچو نه چې د خلکو د ټولنيزي او سياسي پو هې دلوړيدو سبب کيږي دغه ستو نزه به لري شي

په همدى حال کې ما هران په هيواد کې له سزا ګا نو معافيت او له قانون څخه تيښته د بشر له حقوقو څخه دسرغړوونکو اود ښځو پرخلاف د تا و تريخو الى د عا ملينو دسزا ورکولو په وړا ندې ستره ستو نزه بو لى او له دولت او رسنيو څخه غوا ړي چې ددغو نيمګړ تيا و د لري کولو په مقصد جدي او په خپل وخت اقدام و کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته