کابل / د غوايي ۲ مه / باختر
د میدان وردگو د استخباراتو ریاست منسوبینو د بهسودو ولسوالۍ لومړۍ حصې په ګردن دیوال سیمه کې د علیپور وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د میدان وردګو له استخباراتو ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت ځواکونو د بهسودو لومړۍ حصې په ګردن سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د غیرمسوول وسله وال پخواني قومندان عليپور ۲۸میله انګریزي ټوپک، ۲۳میله کلاشینکوفونه او زرګونه بېلابېل ډول ګولۍ ترلاسه کړې دي.
ن/ر