اقتصاد

تبصره

کابل باختر د وري يوويشتمه :
دجبل السراج دسمنټو  دفابريکې بيا پرانستل دکورنيو توليداتو دملاتړ په باب له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ددريدو په لاره کې دافغانستان ددولت دژمنې دعملي کولو په لاره کې يوګام  بلل کيږي .
دباختراژانس مبصر ليکي : دتيرې اوونۍ په وروستيو وختو کې دجبل السراج دسمنټو دتوليد فابريکې له شل کلنۍ  ځنډ وروسته بيا په فعاليت پيل وکړ .
ددغې کارخانې دبيا جوړولو کار دکانونو او پتروليم وزارت په مالي لګښت بشپړ شو او په لومړى ګام کې په ورځ کې دسلو ټنو سمنټو دتوليدولو لپاره چمتو کړى شوى دى .
دملي وحدت دحکومت له جوړيدو څخه په وروسته کلونو کې  دجبل السراج  دسمنټو دتوليد فابريکه  يوه بنسټيزه  پروژه  ده چې په فعاليت پيل کوي . څه موده مخکې دسلما بند  پروژې  کار بشپړ شو او دغې سترې بنسټيزې  پروژې هم دګټې اخستنې په لور  خپله لاره وموندله .
ددغو سترو اقتصادي پروژو دکار پيل له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ددريدو په لور يو مثبت او له هيلو  ډک ګام دى . هيله کيږي چې مسوولين وکولاى شي هغه نورې سترې فابريکې چې په بيلابيلو  دلايلو غير فعالې شوي دي بيا جوړې او په هغو کې دتوليد زمينه برابره شي .
دجبل السراج دسمنټو  فابريکه په داسې حال کې په کار پيل کوي چې افغانستان په کال کې دڅه دپاسه يو ميليارد ډالرو په ارزښت يوازې له ګاونډي  هېواد پاکستان څخه سمنټ واردوي .
په داسې حال کې چې دجبل السراج او دغوري سمنټو په ګډون په افغانستان کې توليد شوي سمنټ دکيفيت په لحاظ  دسيمې او نړۍ په کچه له واردو شويو سمنټو څخه څو برابره ښه دي .
په افغانستان کې دسمنټو دتوليد لپاره په جبل السراج ، بغلان ، هرات او په نورو ځايونو کې پراخې منابع اوکاني عناصر لري چې له هغو څخه کولاى شو په زياته پيمانه سمنټ توليد کړو چې نه يوازې دافغانستان اړتياوو ته به ځواب  وايي   بلکې کولاى شو هغه له هېواد څخه بهر صادر کړو .
خو له بده مرغه دپلخمري دغوري دسمنټو دفابريکو په اړونددخبروپه پيل  کيدو سره چې په لوړو ژمنو سره يوځاى وې نه يوازې  دغه فابريکې  بياجوړې نه شوې  بلکې توليدات يې په يوه ډيره  ټيټه کچه کې پاتې شول .
په داسې حال کې چې ددغو فابريکوپيريدونکو نه يوازې دغوري دسمنټو  دفابريکو دبيا جوړولو او پراختيا خبرې کړې وې بلکې دهرات دسمنټو د فابريکو دکار دپيل لپاره يې هم ژمنې وکړې  .
اوس چې دملي وحدت  حکومت دبنسټيزو پروژو دبيا جوړولو او له هغو څخه دګټې اخستنې لپاره ګام اخستى دى  هيله ده چې دهېواد دنورو توليدي فابريکو او دستګاوو دفعاليت دبيا پيل لپاره چې پخوا دګلبهار ، بغلان ، کابل ، قندهار  ، ننګرهاراو په نورو ځايونوکې جوړې شوې وې او کار يې  دټاکلو دلايلو له مخې ځنډول  شوى دى هم پروګرام جوړ شي چې له يوې خوا دولت خپلې هغه ژمنې چې هماغه  دکورنيو توليداتو وده او پراختيا ده  عملي کړي او له بله پلوه زموږ هېوادوالو ته دکار زمنيه برابره کړي ځکه له هېواد څخه داوسنيو مهاجرتونو ستر او مهم دليل دکار نشتوالى دى .
دغه راز دنظام مسوولينو ته لازمه ده چې دکورنيو توليداتو د ملاتړ په برخه کې  خپلې ژمنې لاپسې جدي  کړي او هېواد ته دورته مالونو او توکو دواردولو مخه ونيسي .
دغه راز  په هېواد کې رسنيو ، او دکارخاوندانو ته ضروري ده چې  دکورنيو توليداتو دکيفيت او اهميت په لاره کې  زيات فعال شي .
ديادونې وړ ده چې يو شميرمشخصې کړۍ په تيره بيا هغه بهرني کارګران چې زموږ په هېواد کې په ساحتماني  کارونو بوخت دي په قصدي ډول دبهرنيو سمنټو په کارولو ټينګار کوي او افغاني سمنټ  بې کيفته بولي .
هغه سمنټ  چې له بهر څخه افغانستان ته وارديږي  زياتره يې  دګاونډي  هېواد داردو مال دى او مشخصو  کړيو هلې ځلې  کړي دي اوکوي يې چې په افغانستان  کې دسمنټو دتوليداتو مخه ونيول شي او آن کولاى شي ووايو چې په افغانستان کې دسمنټو توليد سبوتاژکيږي .
ښه به وي چې دنظام مسوولين په هدفمندانه  ډول او په هوښيارۍ  سره دهېواد داقتصادي ودې لپاره پروګرام جوړ کړي او دمافيا پيچلې توطيې  په اوبو لاهو کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته