خبرونهTOPټولنه

اتو ولایتونو ته نږدې ۳۰۰ راستنې شوې کورنۍ لېږدول شوې دي

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د تېرو دوو ورځو پرمهال یې اتو ولایتونو ته نږدې ۳۰۰ راستنې شوې کورنۍ په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

دغه وزارت ویلې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ، د ټرانسپورټ کمېټې لخوا د لېندۍ میاشتې په ۲ او ۳ نېټو له تورخم څخه ۱۵۲ او سپین بولدک څخه ۱۳۳ کورنۍ کندهار، کابل، هلمند، کندوز، نیمروز، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ټرانسپورټ کمېټې له خوا سلګونه راستنې شوې کورنۍ په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته