کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ :
د بهرنيوچارو وزارت سرپرست ډاکتر نصيراحمدانديشه نن په کابل کې د سويډن د شاهي هېواد له سفير اندرس سوبرګ سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې لومړى د سويډن سفير دکابل د وروستيو تروريستي پيښو له امله د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته څرګند کړل او ويې ويل چې هېواد يې دغه شان غيرانساني او وحشيانه بريدونه په کلکه غندي.
وروسته د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د سمون او څارنې د ګډ بورد د شلمي غونډې د جو ړولو او پريکړو ، له تروريزم او اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د اجرااتو او اقداماتو، د خلکو د زيات باور او ملاتړ د جلبولو ، په افغانستان د سولې او ثبات د تامينولو په برخه کې د هلوځلو، د اصلاحاتو د رامنځته کولو او په دغه بهيرکې د شفافيت، په دې باب د نړيوالو شريکانو د رول او د سولې او پراختيا دملي چوکاټ د تطبيق په باب دپرمختګونو اوبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې د سويډن سفير د يولړ ديپلوماتيکي خدمتونو د ستونزو يادونه وکړه او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه چې د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست له خوا دهغو د څيړنو ژمنه وشوه.
0 1 دقیقه لوستل