کابل باختر د غبرګولي ۲۹
د ملي اردو د کوماندو د اتم کنډک قوماندان پرون د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې شهید شو .
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د ملي اردو د کوماندو د اتم کنډک قوماندان له هغه وروسته شهید شو چي له لوګر څخه کابل ته روان و او د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د بنه شرفګان په سیمه کې د طالبانو له خوا پری برید وشو.
احمدزي زیاته کړه چې د دغې پیښې له امله بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
پاى_سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ