فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اعلاميه

_کابل باختر د کب دمياشتې  ٩ :
نن دکب دمياشتې نهمه نيټه په هېواد کې دملي امنيتي اودفاعي ځواکونوله ملي ورځې سره برابره ده .
دغه ورځ   د دفاعي اتلو منسوبينو او  ددغو ځواکونو دشهيدانو دکورنيو دملاتړ په مقصد دافغانستان داسلامي جمهوريت له  خوا نومول شوې ده.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د هېواد  ټولو رسنيو ته   بلنه   ورکوي  چې دهېواددامنيتي اودفاعي منسوبينودميړانې ددرناوي او ملاتړپه خاطر خپل پروګرامونه ددغې ورځې له روحيې سره سم عيار کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته