ټولنه

د ځوانانو ملي کنګره جوړه شوه

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د ځوانانو په ملي کنګره کې چې نن په کابل کې جوړه شوه؛ د سولې په خبروکې د ځوانانو په رول ټينګار وشو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :  
د ځوانانو ملي کنګره د مرکز او ولايتونو د ځوانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لړۍ ده چې د ميديوتيک موسسې له خوا د ځوانانو ترمنځ د خبرو د تبادلې  د زمينې د برابرولو په مقصد په کابل کې جوړه شوه.
په دې کنګره کې د دغه بنسټ د همغږۍ مسوول حميدالله ځاځى د ځوانانو ترمنځ خبرې اترې او د تجربو ليږد راليږد د حکومت په تصميم نيولوکې د ځوانانو د رول لپاره ښه زمينه وبلله.
په دې غونډه کې په ولسي جرګه  کې د خلکو استازي عبدالقادر ځاځى د سولې په بهيرکې د ځوانانو په رول ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې بايد د سولې په عالي شورا کې ځوانانو ته د تصميم نيولو رول ورکړ شي چې دغه موضوع دسولې خبرې اترې ګړندۍ کړي .
ده د هېواد د اوسنۍ ستونزې د حل يوه لاره د حکومت (ځوان جوړونه) وبلله او زياته يې کړه چې بايد ځوانانو ته  د زده کړې، کار او د استوګنې زمينې برابرې شي چې هغوى ځلانده راتلوونکې جوړه کړي.
د سولې او بدلون لپاره د ځوانانو د شبکې مرستيال سيد ميثم احساني خبرې وکړې او ويې ويل چې بايد د ځوانانو د ستونزو جرړې وموندل شي چې په  حکومت کې د هغوى رول جوت شي.
د ځوانانو د روزنيز پارلمان رئيس آغامحمد قريشي په هېوادکې د سولې د تامينولو په لاره کې د ځوانانو د روزنيز پارلمان رول ګټور وباله او ويې ويل: هغه ښه تمثيل چې ځوانانو په روزنيز پارلمان کې ترسره کړى دى؛ ښيي چې دوى د حکومت د رهبرۍ ظرفيت لري .
د ځوانانو ملي کنګره د دوو ورځو لپاره جوړه شوې ده چې د دغې غونډې د لومړۍ ورځې په وروستيو وختوکې برخه والو آزادې خبرې اترې وکړې.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته