امنیت

څلور ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
امنيتي ځواکونوپه تيروڅلرويشتو ساعتوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې څلور ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:امنيتي ځواکونو په تيروڅلرويشتوساعتوکې دغزني، پکتيا، ننګرهار، کندز،قندهار، زابل، ارزګان، کاپيسا، ميدان وردګو او د بادغيس د ولايتونو په مربوطاتوکې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې څلور ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه ويشت تنه ټپيان او اووه تنه نوريې ونيول شول.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته