امنیت

په کونړ کې مرګانى ترافيکي پيښه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
په کونړ ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول  او اته تنه
نور ټپيان شول.
دغه پيښه  نن سهار په وټه پورې ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو  مسافروړونکو موټرو له يوبل سره ټکر وکړ.
دکونړ  ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې ديوه ماشوم په ګډون درې تنه سپرلې ووژلې شوې او ددوو ښځو په ګډون  اته نور ټپيان شول.
ده  ددغو  دوو موټرو  چلوونکو ګړندى تګ او بې احتياطي ددغې مرګانۍ ترافيکي پيښې اصلي انګيزه وبلله.
په همدې حال کې په کونړ کې  ديوه  روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې ترافيکي پيښې د څه ناڅه دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته