امنیت

په اندړو کې شپږ تنه وسله وال طالبان او دسيمې دوه تنه اوسيدونکي ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په يو جومات کې تير ماښام دچاودنې له امله شپږ تنه وسله وال طالبان او دسيمې دوه تنه اوسيدونکي ووژل شول .
په دې چاودنه کې ديارلس تنه نور هم ټپيان شوي دي چې نهه تنه يې دطالبانو وسله وال کسان دي .
دپاڅون کوونکو قوماندان انجنير لطف الله  دباختراژانس خبريال ته وويل، په دې چاودنه  کې شپږ تنه وسله وال طالبان او دسيمې دوه تنه اوسيدونکي وژل شوي دي او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي .
په همدې حال کې دغزني دوالي مرستيال احمدي وايي چې چاودنه دماښام دلمانځه له اداکولو وروسته وشوه اوله امله يې د جومات چت ونړيد او ډيوالونه يې ړنګ شول .
  احمدي زياته کړه، دوسله والو طالبان د ډلې يو قوماندان ملا نسيم له افرادو سره يې داندړو ولسوالۍ دعلي جان دکلي په جومات کې و چې چاودنه وشوه او ملا نسيم هم په دې پيښه کې وژل شوى دى .
دپاڅون کوونکو قوماندان زياته کړه چې په دې جومات کې يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي او دسپکو او درندو وسلو مهمات شاتل کيدل تراوسه پورې ددغې چاودنې انګيزه اوڅرنګوالي معلوم نه دى .
دغزني دوالي مرستيال دڅرګندونو له مخې، امنيتي منسوبين سيمې ته استول شوي دي او دپيښې ټپيان يې روغتونونو ته ليږدولي دي .
  په همدې حال کې دغزني ولايت دملکي روغتون رييس ډاکتر باز محمد همت وويل چې دځينو ټپيانوروغتيايي  حالت خراب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته