ټولنه

په لسګونو جريبه کرنيزې ځمکې د سيلاونو له خطر څخه خوندې شوې

کابل / باختر/ د زمري٣٠مه
د ٣٢٥مترو په اوږدوالي د يو استنادي ديوال په جوړولو سره په کاپيسا کې په لسګونو جريبه کرنيزې  ځمکې د سيلاونو له خطر څخه خوندې شوې .
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت وياند فريدون اژنر باختراژانس ته وويل چې دغه استنادي ديوال د څه ناڅه دوو ميليونو افغانيو په لګښت د ولسي تړون د ملي پروګرام په چوکاټ کې په نجراب ولسوالۍ کې رغول شوي دى.
هغه زياته کړه، چې د ديوال د جوړولو په بهير کې ١٣٨٨ تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده او ١١٧کورنۍ له اسانتياوو څخه ګټه اخلي.
  ختم_  عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته