کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د رئيس قيام الدين کشاف په مشرۍ د افغانستان ٤٠ تنه عالمان د اسلامي هېوادونو په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په خاطر سعودي عربستان ته روان شول .
د حامدکرزي له نړيوال هوايي ډګرڅخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې؛ تاکل شوې ده سبا د چنګاښ د مياشتې په ١٩ نېټه د افغانستان په باب دسولې او ثبات کنفرانس په سعودي عربستان کې جوړ شي.
د سولې د عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان د هېوادونو، د ديوبند د دارالعلوم او د اسلامي هېوادونو د سازمان١٢٠ تنه ديني عالمان ګډون کوي.
د ده د څرګندونوله مخې:
د افغانستان د عالمانو د شورا په هيئت کې٤٠ تنه عالمان شامل دي چې دهېواد د عالمانو د سراسري شورا د رئيس مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ په دغه کنفرانس کې د ګډون په مقصد عربستان ته روان شول.
د سولې د عالي شورا د وياند د څرګندونوله مخې: د دغه کنفرانس اجندا په افغانستان کې د سولې او ثبات مسئله ده .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل