سیاست

حامد کرزي د هلمند د لوړو زده ‌کړو مؤسسې له یو شمېر استادانو سره وکتل

کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٣مه
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د هلمند د لوړو زده‌ کړو مؤسسې له یو شمېر استادانو سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
په دې کتنه کې د دغې مؤسسې رئیس محمد سورګل عبدالرحمن د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د دغې مؤسسې د ستونزو د یادونې ترڅنګ په دغه مؤسسه کې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
حامد کرزي د استادانو د غوښتنو تر اورېدو وروسته له دغې مؤسسې سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته