امنیت

په هلمند کې دناټو دسرتيرى وژل کيدل دناندرو ږيږنده ده

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
په هلمند ولايت کې ديو بريتانوي  سرتيرى له وژل کيدو وروسته سيمه ئيزو مقاماتو اعلام وکړچې دغه پيښه دافغان پوځيانو او دبهرنيو ځواکونو دناندرو زيږنده  وه .
نن سهار داتوبجو په شاوخوا کې په نادعلي ولسوالۍ کې په يوه پوځي اډه کې دافغان پوځيانو او دناټو د ځواکونو په نښته کې يو بريتانوي او يو افغان سرتيرى ووژل شول او يوبل بهرنئ پوځي ټپي شو .
ناټو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه بهرني سرتيري دافغان ملي اردو په يونيفورم ديو سمبال سړى د ډزو له امله وژل شوي دي خو په هلمند کې دملي اردو يو قوماندان جنرال سيد ملوک باختر اژانس ته وويل چې جګړه دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو ترمنځ له ناندرو وروسته ونښته .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته