ښوونه او روزنه

په ننګرهار کې د لس ميليونو افغانيو په لګښت ښوونځى رغول کېږي

 کابلباخترد چنګاښ ٢٨ مه
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د څه دپاسه لسو میلیونو افغانیو په لګښت د ښوونځي لپاره ودانۍ رغول کېږي.
چارواکي وايي، چې ياده ودانۍ د کوټ ولسوالۍ په پټي پور سيمه کې د ولسي تړون اقرا پروګرام لورې په یو جریب ځمکه کې رغول کېږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې ياده ودانۍ د څه د پاسه لسو ميليونو افغانيو په لګښت رغول کېږي چې چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې به بشپړي شي.پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته