کابل باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه :
د کابل پوليس د هغې تروريستي پيښې د څرنګوالي په باب چې تېرماښام د کابل ښار په مرکزي ساحه کې په يوې امنيتي پوستې ترسره شوه او له امله يې دوه تنه پوليسان شهيدان شول تحقيق کوي.
د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سمونوال محمدظاهر عقاب د باختر آژانس خبريال ته وويل: ناپيژاندو وسله کسانو تېرماښام د کابل ښار د پل باغ عمومي د ساحې د سپين زر په امنيتي پوستې درې لاسي بمونه وغورځول چې له امله يې د دغې پوستې دوه تنه سرتيري شهيدان او دپوليسو درې تنه افسران او دوه تنه سرتيري ټپيان شول.
د ده دڅرګندونوله مخې: پوليسو ددغې پيښې دڅرنګوالي په باب تحقيقات پيل کړي او د عاملينو د نيولو په لټه کې دي .
د يادونې وړ ده چې څو شپې مخکې هم ناپيژاندو وسله والو کسانو د کابل ښار د دريمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې د ده بورۍ په څلورلارې کې په يوې امنيتې پوستې څولاسي بمونه غورځولي و چې دوه تنه پوليسان يې ټپيان کړل.
پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل