کابل باختر د ثور لسمه :
يوځوان تيرماښام دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دهرات ښار دګدام کوڅې په ساحه کې ووژل شو . دغې ځوان دکاندارى کوله او ٢٤ کلن و .
دهرات روغتون مسوولين وايي دغې سړى دنامناسب روغتيايي حالت په دليل روغتون ته دليږدونې په وخت ساورکړه .
په همدې حال کې دهرات دوالي وياند دباختراژانس خبريال ته وويل : ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيونې لپاره پلټنې پيل شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، يو٢٥ کلن ځوان چې دځان وژنې نيت يې درلود له مرګ څخه وژغورل شو .
دغې ځوان پرون ځان زندې کړى و او له دغې پيښې وروسته دهرات ښار مرکزي روغتون ته وليږدول شو .
سره له دې چې دغه ٢٥ کلن ځوان دځان وژنې داقدام انګيزه نه ده روښانه کړى ، خو ډاکتران دده دمناسب روغتيايي حالت ډاډ ورکوي رواني ستونزې ، بې وزلى او وزګارتيا دځوانانوترمنځ دځان وژنې داقدام ډير مهم علتونه بلل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل